IQNA

د جمعې په سورې کې د پیغمبر اکرم (ص) د بعثت  موخې څه دي؟

13:32 - January 29, 2025
د خبر لمبر: 3490552
ایکنا – د قرآن کریم جمعې سوره،د نبی اکرم (ص) په تعلیم کې  قرآنی سورو د ډلبندۍ په اساس ، د؛ مُسَبِحات؛ د سسټم له اوو غړو څخه ده  چې ۱۷، ۵۷، ۵۹، ۶۱، ۶۲، ۶۴ و ۸۷   سورې  په کې راځي،  ددغې ټولګې  په ټولو سورو کې د مشترکې موضوع چورلیز،د  خاتم الانبیا په توګه د پیغمبر اکرم(ص) مقامات او د خاتم الکتب په معنا د قرآن کریم امتیازونه  دي.

؛جمعه؛ د مصحف شریف په تل پاتې ترتیب کې د قرآن کریم د دوه شپیتمې سورې  نامه ده، دغه سوره په یولسو آیتونو سره د( رکوع) د موضوع په دوو برخو مشتمله ده.؛یعنی اول برخه ئې لهیو تر اتم پورې او دوهمه برخه ئې له نهم تر یولسم آیت پورې ده.

د جمعې سوره د پیغمبر اکرم(ص) په تعلیم کې د قرآني سورو دډلبندۍ په اساس، د ؛مُسبّحات؛ د  اوو غړو برخه ده . چې ۱۷، ۵۷، ۵۹، ۶۱، ۶۲، ۶۴ و ۸۷ سورې پکې شاملیږي، ددغې ټولګې په ټولو  سورو کې د  مشترکې موضوع چورلیز،د خاتم الانبیا په عنوان  سره د پیغمبر اکرم (ص) مقامات او ځائيګي او د خانم الکتب په معنا د قرآن کریم امتیازونه دي چې په دغو  هرې  یوې اوو سورو کې  د هغو  د  خاص اړخ په تفصیل  سره شرحه  مطرح کیږي.

 د  صف سوره د جمعې سورې جوړه او  ورسره په یوه ګروه کې ده، دغه دواړه سورې د خداي په تعلیم سره د قرآن کریم  په تل پاتې او مکتوب  متن کې حکیمانه انداز لري،له دې امله  پخپلو کې سره ډير معنالرونکي پیوندونه  لري،  په هغو کې له دې وروسته چې د صف سورې په شپږم آیت کې   بنی اسرائيلو ته د حضرت عیسی بن مریم ځیری چې  ورپسې پیغمبر به احمد وي، بیانیږي.؛ وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ»، بې ځننډه د جمعې سورئې په لومړنیو آیتونو کې ، د حضرت محمد مصطفی (ص) د پيغمبرانو د خاتم بعثت بیانیږي او وئيل کیږي، چې د پیغمبرانو د خاتم د بعثت او رسالت ترټولو مهمه موخه دادی چې خلک له دې مخکې چې وغواړي،د مکتوب متن له لارې د خدای له ترټولو وروستي  کتاب سره آشنا شي، بایده ده چې قرآن اوکلام الله د هغو له فرقان شوي حالت سره (یوه یوه سوره او یو یو آیت )  دهغو موضوعګانو په چوکاټ کې چې د څو آیتونو(یو رکوع) څځه حکیمانه ترکیب دی واوري او د هغو له څو ځلې تکرار وروسته  ئې پخپل زړه کې تثبیت کړي(یتلو   علیهم) څو سوکه سوکه دهغو لپاره د مبین کتاب د حکمتونو دزده کولو زمینه برابره شي اوټول وتوانیږی د ودې اوتزکیې په لاره کې نیکمرغه شي.؛هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ» (جمعه، ۲)  او په دې توګه، د خداي له ټولو مخلوقاتو سره  هر یو غږمله انسان،د لوی خدای ذاکر او مُسَبّح او د هغه غوره بنده شي او له الهی مغفرت، فضل او حکمت اوعزت څځه برخمن   اوسرلوړی شی.؛ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ ... و اذکروا الله کثیراً لعلّکم تفلحون» (جمعه، ۱ و ۱۰). 

د  پیغمبر اکرم(ص) له دغه رسالت څخه مهمه موخه،هماغه دنورو الهي پیغمبرانو  سره  په تیره بیا له حضرت موسی سره د پیغمبرانو د خاتم د ښو اخلاقو  درسالت د پرتله کولو  او د بنی اسرائيلو او یهود قوم د عبرتناک برخلیک د پرتله کونکي مسبحات نوره سورې شته دي څو هم مسلمانان  د یهود قوم له برخلیک څخه لازم درسونه واخلی او هم د هغوي په څير چلند ونه کړي او هم د هغوي له ناسمو عقایدو او باؤرونو  لیرې  ووسي او پوهه شي هغه ترټولو لوي ګواښ چې د مسلماانانو او انساني ټولنې لپاره شته دی ،له خداي او انسان سره ډِغره وهونکو یهودیانو له اړخه دی. 

https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4262221

captcha